nunn.barya نن ټکی بريا
nunn.barya نن ټکی بريا
February 13, 2025 at 08:49 AM
د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، د یاد وزارت مخ ته د یوه ځانمرګي برید په چاودنه کي یو کس وژل سوی او درې تنه نور ژوبل سوي دي. د دغه وزارت ویاند کمال افغان وايي، چاودنه نن (پنج شنبه) تر غرمې مخکي سوې او ځانمرګی بریدګر وزارت ته تر رسيدو مخکي له منځه وړل سوی دی. د افغان په وینا، په چاودنه کي بل چا ته زیان نه دی اوښتی. دا چاودنه داسي مهال سوې چي د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال د لیندۍ میاشتي پر ۲۱مه هم په پلازمېنه کابل کي د کډوالو چارو په وزارت کي دننه چاودنه وسوه او د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني خپل ژوند په کښي له لاسه ورکړ.
Image from nunn.barya نن ټکی بريا: د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، د یاد وزارت مخ ته د یوه ځانمرګ...

Comments