nunn.barya نن ټکی بريا
nunn.barya نن ټکی بريا
February 16, 2025 at 01:28 PM
بېړنی: د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پر ډيورنډ فرضي کرښه د افغان امنيتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه شوې. بست غږ ته له ډيورنډ فرضي کرښې څخه سرچينې وايي، جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې افغان ځواکونو په خپله پوسته کې د زرهې‌ ټانګ لپاره مورچه جوړوله او پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې، چې په مقابل کې یې افغان ځواکونو له فرضي کرښې هاغاړه‌ د هغوی دوه پوستې په نښه کړې. په جګړه کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
Image from nunn.barya نن ټکی بريا: بېړنی: د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پر ډيورنډ فرضي کرښه د افغان امن...
🤲 2

Comments