
مینه او درد 💝 💝
February 23, 2025 at 01:55 PM
لنډۍ
زما دکلونو ورکه یاره
په انتظاردې لکه شمعه وېلې شومه
د ورځې څار دې ده راتلو کړم
د شپې دې یاد للو للو ویده کومه
غم دې دزغم ندی زړګکه
د زړه رګونه مې یَو یَو راپرېکوینه
غم دې ځواکمن دی خوږه یاره
له زړه مې تاو دی دزړه وینې مې زبېښینه
غم دې رنځور کوړمه جانانه
په اوښکو لوند ګرېوان په غاړه ګرځومه
ای یوسف مخیه چېرته لاړې
لکه یعقوب په سترګو ړوند درپسې شومه
لکه ملنګ کچکول په غاړه
ستا د دیدن خیرات ته تږی ولاړ یمه
سنګه به ښه شم له درد ګرانه
ظالم بېلتون دې رانه تاو کړله لاسونه
بېلتون ساعت نه دی چې تېرشي
چې څو ژوندی یم دزړه غوښې به خورینه
چې د مظلوم زړه ازار واخلي
خاوند به نشي بیا دښې ورځې مینه
دچا د زړه قرار ورک مشه
بیا یې نو کله په طبیب شي علاجونه
تللي یاران ګوره هېر نکړۍ
په زړه یې پاتې شول بلاډېر ارمانونه
ده دوۍ د وینو برکت وو
چې دي محفوظ دګران هېواد ټول سرحدونه
نن چې یُو خلاص له شرفساده
د ګران شهید وینو راوړي دي رنګونه
شهیده بیا دې مبارک شه
ستا د ارمان غوټیو وسپړل ګلونه
شهیده یاره هېر مې نه یې
په زړه کې بلې ستا دیاد ډېوې ساتمه
تا چې ګلاب ځواني ترې ځارکړه
دوطن خاوره به مونږ زړه غوندې ساتونه
د وطن خاورې قېمتي یې
چې درنه ځار شوله تنکي تنکي ګلونه
خدمت په بېړه یې روان دی
دګران وطن به شي آباد دښتې اوغرونه
خدایه د هاغو مدد ګار شي
په بل وطن چې تېروي میاشتې کلونه
له کلي کور مسافر مشه
قسیمه ګران دي بل وطن کې ګزرانونه
ځور دې اوبه شه د یار غمه
زما دې ړنګ کړ د زړګي ټول ارمانونه
قسیم بدري درته دا سوال کړم
پرما عاصي دې ربه وکړه رحمتونه
قسیم بدري
❤️
🌹
3