
مینه او درد 💝 💝
February 24, 2025 at 02:06 PM
*د یوه نوکر له عبرت څخه ډکه کیسه!*
*وړاندی کونکی الفت اشنا*
0706153651
*یو نوکر د خپل مالک ډېر زیات تابعدار او منونکی وو، او مالـک یې هم ددې نوکر څخه ډېر خوښ او راضي وو، د وخت په تېرېدو سره مالک یوه ورځ ددې نوکر په تنخوا کې پنځه روپۍ ور زیاتې کړې، خو د نوکر په تابعدارۍ کې هېڅ فرق رانغئ او په سم ډول یې له مالک څخه مننه هم ونه کړه.*
*مالک سخت په غوسه شو، چې ما د ده په تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې او ده آن له ما څخه سمه مننه هم ونه کړه، نو هغه وو چې بېرته یې د نوموړي له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې.*
*د نوکر تابعداري بیا هم هماغسې وه او د تنخوا په کمېدو یې مالک ته هېڅ شکایت او ګیله ونه کړه.*
*مالک هغه را وغوښت او ورته یې وویل:*
*ډېر عجیب انسان یې، ما ستا په تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې، بیا مې بېرته کمې کړې، خو په تا کې هېڅ بدلون رانغئ، آخر ولې؟*
*نوکر وویل*:
*تاسو لکه چې پر خپل ځان د رزق ورکوونکي ګومان کړی؟*
*زما زوې پيدا شو، په سبا یې تاسې زما په تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې، نو زه پوه شوم، چې الله پاک راته د زوې د راکولو سره، سم د هغه رزق هم راکړ، نو د الله ﷻ شکر مې اداء کړ، بیا چې په کومه ورځ تاسې زما له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې، نو په هغه ورځ زما مور وفات شوه، فکر مې وکړ، چې مور مې له ځانه سره خپل رزق هم یووړ، نو بیا مې هم د الله پاک شکر اداء کړ او مطمئن شوم چې رزق ورکوونکی او اخیستونکی یواځې الله ﷻ دی.*
*مالک په ژورو فکرونو کې ډوب شو، نوکر هم لږه شېبه خاموش و، بیا یې ژوره ساه واخیسته، سر یې را پورته کړ او مالک ته یې داسې وویل:*
*صیب! دا د رزق او روزۍ ورکولو او اخیستلو فیصلې یوازې د اللهﷻ له لوري کېږي، انسانان صرف یوازې د یو بل لپاره اسباب جوړېږي، نه رزق ورکوونکي.*
❤️
👍
🌹
13