ښې خبرې
ښې خبرې
February 10, 2025 at 06:56 PM
مینه یوازې د الفاظو نوم نه دی، بلکې یو اخلاص‌مند تعهد دی، چې باید لکه د لمونځ په څېر پکې یوه او بله خوا ونه کتل شي. په مینه کې سترګې یوازې د معشوق پر لور وي، زړه یوازې د هغه په تپش درزېږي، او فکر یوازې د هغه په خوښۍ او هوساینې بوخت وي. مینه د یووالي او صداقت نړۍ ده، چې هلته خیانت ته ځای نشته، بې‌وفایي ته لاره نشته، او شک ته فرصت نشته. کله چې څوک ریښتینې مینه کوي، نو خپل وجود د معشوق په وجود کې ویني، خپل درد یې درد ګڼي، او د هغه خوښي د خپل ژوند تر ټولو ستر هدف بولي. مینه د عبادت په څېر پاکه، د دعا په څېر صادقه، او د ژمنې په څېر سپېڅلې وي. دا ځکه چې ریښتینې مینه یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د معشوق لپاره ژوند کول دي.
❤️ 👍 😢 13

Comments