
ښې خبرې
February 15, 2025 at 04:48 PM
یوه ورځ سهار وختي له خوبه پاڅېږه، خپله د خاطراتو کتابچه او قلم راواخله، او ټول هغه نعمتونه، چې رب جلاله درکړي، ولیکه؛ لکه روغ بدن، صحت، لاسونه، سترګې، کورنۍ، مور، پلار، ورونه، خويندې، ملګري، فرصتونه، عزت، درناوی، کار، وطن، ازادي، او نور...
بیا خپل مشکلات هم ولیکه، او وروسته وګوره چې کوم یو ډېر دي—نعمتونه که ستونزې؟
نو د رب جلاله پر نعمتونو شکر وباسه، او په مشکلاتو صبر وکړه.
رب جلاله د خپلو بندګانو له حاله خبر دی، او هر څه په خپل وخت درکوي! 🌱
❤️
👍
10