ښې خبرې
ښې خبرې
February 22, 2025 at 02:47 PM
یو رنګمال ته د یوې کښتۍ د رنګولو قرارداد ورکړل شو. د کار پر مهال یې ولیدل چې په کښتۍ کې یوه سوری ده، نو هغه یې هم ترمیم کړ. کله چې د کښتۍ رنګول پای ته ورسېدل، نو ماښام یې له مالک څخه خپله مزدوري واخیسته او کور ته لاړ. دوې ورځې وروسته د کښتۍ مالک هغه بېرته راوغوښت او یو لوی چک یې ورکړ. رنګمال چې پوښتنه وکړه، مالک ورته وویل چې بله ورځ یې ماشومان، د ده له اجازې پرته، کښتۍ سمندر ته بوتله. وروسته چې ما ته پام شو چې په کښتۍ کې خو سوری وه، زه ډېر اندېښمن شوم. خو ماښام مې ماشومان خوشحاله او خنداګانې وهلې راستانه شول، نو حیران شوم. مالک ورته وویل: "دا پیسې د هغه احسان بدل نه دی چې تا راته وکړ، بلکې دا یوازې زما له خوا د درناوي یو وړوکی اظهار دی." ستاسو په ژوند کې به هم ډېر داسې کوچني کارونه راځي چې ستاسو دنده به نه وي... خو هغه کارونه هم ترسره کوئ! نیکي هېڅکله نه ضایع کېږي، د چا ژوند ژغوري، او د چا د خوشحالۍ سبب ګرځي. مثبت فکر او ښه کردار همیشنی کامیابي ده. #ژباړه کاپی
Image from ښې خبرې: یو رنګمال ته د یوې کښتۍ د رنګولو قرارداد ورکړل شو. د کار پر مهال یې ول...
❤️ 👍 😮 28

Comments