ادب و مزاح
ادب و مزاح
February 18, 2025 at 02:16 PM
#کيسه_کا. يو سړي د واده ۵۰ کاله شوي ول او دوی په دې موده کې هيڅ جنګ نه ؤ کړی، چا ترې پوښتنه وکړه، دا څنګه کیسه ده چې دومره سره جوړ یی او تر اوسه مو یو بل سره جنگ نه دی کړئ سړي ورته وويل، د واده اوومه ورځ وه ښځه مې پلار کره بوتلله که څه هم لار لرې وه نو اسانو باندې لاړو په لاره کې اس زما ښځه وغورځوله ښځه مې مسکی شوه، اس ته یې وويل، دا دې يو، لږ مخکې یې بيا وغورځوله ښځې مې د اس سر باندې لاس تير کړ ورته يې وويل، دا دې دوه. د خسر کور ته نېږدې ؤ چې اس ښځه بيا وغورځوله ، ښځې خپل دستکول ته لاس کړ، تومانچه یې را واخسته، اس یې په دا سر وويشت، ځای پر ځای ېې کرار کړ..! زه ورته په غوسه شوم ان تر دې چې کنځا مې ورته وکړې چې اس دې ولې وويشت، هغه راغله په کلار یې زما په سر لاس تير کړ راته یې وويل، کنځا دې وکړه خير، خو شمار يې ساته دا دې يو، ️بس هغه ورځ شوه او دا ورځ موږ په مينه او محبت کې له جنجال لرې ژوند تيروو 😒
Image from ادب و مزاح: <a class="text-blue-500 hover:underline cursor-pointer" href="/hashtag...
😂 2

Comments