حریت راډیو رسمي چینلHorritt radeio Rusmi chinl
حریت راډیو رسمي چینلHorritt radeio Rusmi chinl
March 1, 2025 at 07:46 AM
د ښار په ۹ ناحیه کي د ښاري نظم د ټینګښت په موخه نظارت ترسره سو. شنبه ۱۱ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ه ش کال دکندهار ښاروالۍ د مارکيټونو تنظيم آمریت، د ۹ ناحیې آمریت، ترانسپورټ مديريت، ترافیکو مدیریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همکاري دا ځل د ښار د ۹ ناحیې اړوند د سیمانو پله په ساحه کي د ښاري نظم ټینګښت په موخه نظارت ترسره کړی. په دې نظارت کي هغه غیر اصولي جګۍ او ریړیاني چي له ډیر وخت راهیسي ئې په دې ساحه کي غیري قانوني تجارتي فعالیت درلود  او هم دخلګو په تګ راتګ کي ئې زیاتي ستونزي رامنځ ته کړي وې، له څو ځلي رسمي خبرتیا وروسته ټول موانع لیري او له منځه یوړل سوې. د نظارت پر مهال د ښاري نظم مسؤلینو اړوندو کسانو ته د ښاري نظم مراعتولو په اړه  لازمي سپارښتني وکړې او ټینګار ئې وکړی چي که په راتلوونکي کي د ښاري نظم د اخلال لامل سي، ور سره به قانوني او اصولي چلند وسي. درنو ښاریانو! د ښاري بې نظمۍ د ختمولو لپاره په ټولو ښاریانو لازمه ده، چي د ښاري نظم او سمون په راوستلو کي فعاله ونډه واخلي، د ښاري نظم ساتل دهر ښاري مسؤلیت دی. په درنښت دکندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر *`✔دکـورنـیـو چـارو ریاست💯 0706150976`*
Image from حریت راډیو رسمي چینلHorritt radeio Rusmi chinl: د ښار په ۹ ناحیه کي د ښاري نظم د ټینګښت په موخه نظارت ترسره سو. شنبه ۱...
❤️ 👍 😢 9

Comments