حریت راډیو رسمي چینلHorritt radeio Rusmi chinl
March 1, 2025 at 08:26 AM
دروژې مبارکي میاشتي درارسېدو په مناسبت دتراویح لمانځه لپاره دقرآن کریم حافظان ځانونه چمتو کوي، ترڅو دروژې مبارکي میاشتي په اوږدو کي دتراویحو په لمنځو کي دروژې تر اخره ټول قرآن کریم ختم کړي، دغه ختم ددې تر څنګ چي ثوابونه یې ډېر زیات دي، دحافظانو لپاره هم ګټور دي، ځکه قرآن کریم يې لا نور هم په ذهن کي ټینګ او پخیږی، دهیواد په یو شمېر مدرسو کي حافظان د روژې مبارکي میاشتي تر را رسېدو مخته ددغه ختم لپاره چمتوالي نیسي، چي یوه یې هم دکابل ښار شهر نو سیمه کی فتح العلوم مدرسه ده،
ددغي مدرسې دحافظانو استاد ښاغلي احمدشاه انس وایي موږ لا دوخته هڅي پیل کړي وې ترڅو خپل زده کونکي دروژې مبارکي میاشتي په جریان کی دتراویح ورکولو جوګه ورګرځول سي.
*`حریت راډیو رسمي چینل په افغانستان کي 0706150976`*
❤️
👍
9