
ښایسته کندهارته ښه راغلاست✅
February 17, 2025 at 02:34 AM
*دغه بايسکل د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د جرمنيانو له خوا جوړ شوی جنګي بایسکل دی. چې د هماغه وخت اړتیا ته په کتلو یو غوره او مناسب نوښت ګڼل کيږي. د دغه بايسکل ټایرونه هوا نه اخلي، يانې شټوپ پکې نه دی کارول شوی. همدا شان دغه بايسکل د کمپنۍ له خوا يو له وړاندې جوړ کړل شوی د ټوپک ايښودلو ځای (رایفل هولډر) هم لري.*
*دغه بایسکل د مختلفو هموارو او ناهموارو، لوړاوو او ژورو لارو پر سر د پیغام رسونې لپاره یو ارام، اغېزمن، او ارزانه ترانسپورتي وسیله وه. چې د جګړو په تر ټولو خطرناکو پړاوونو کې يې خپله اغيزمنتيا ثابته کړيده، او د هماغه وخت د انجینرانو د نوښت او استعداد تګلاره څرګندوي چې دغه بايسکل يې جوړ کړئ دی.*
>

❤️
👍
😂
3