اعداد/Iedad
اعداد/Iedad
February 18, 2025 at 05:26 PM
ولې اعداد؟ د پروګرامونو معرفي/ داخله جریان لري... بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف المرسلين سيدنا محمد و على آله و صحبه و من تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. ژباړه: «اې انسانه، څه شي د خپل کریم پرودګار پر وړاندې غره کړی يې؟﴿۶﴾ الانفطار » انسانان د تعاملاتو پر اساس د ټولنیزو موجوداتو په توګه فعالیت کوي؛ همدا ټولنیز توب مسؤلیتونه ورسپاري او د مسؤلیتونو سمه اداینه د ټولنیزې رفاه او اخروي ذخیرې بډاینې سبب کېږي. په تعاملاتو کې د یو بل درک کول بنسټیز رول لري او دغه درک یا تجربه را منځته کوي، یا مشاهده او یا هم مطالعه او زده کړه؛ اعداد د مسلمانو ځوانانو د تیاري لپاره ګام اخلي؛ داسې تیاری چې په فکري، تعاملاتي، ټولنیز، اداري او لیکني ډګر کې یو بل درک کړي، خپل مسؤلیتونه ښه وپېژني او په اخلاص يې ادا کړي؛ خپله ټولنه په پښو ودروي او داسې روحیه واخلي او تر نورو يې ورسوي، چې خپلې فردي او شخصي ګټې د مسلمانانو تر عمومي او لویو ګټو قربان کړي! په همدې تمه موږ دا روزنیز مرکز د پوهنې وزارت محترم مقام په همکارۍ او هدایت پرانیستی، چې دلته د نبوي مبارک سیرت درک او حس، د معاصرې مهمې ژبې – لیکوالي – مهارتونه، د ادارې او رهبرۍ فني او تخنیکي ځانګړنې، د وینا د اغېز لارې چارې او د غرب د اصلي څېرې د پېژندنې په موخه د انګلیسي تدریس تر نورو ورسوو! درنښت اداره اعداد؛ دوه میاشتني سمینارونه د انقلاب سرلاری؛ دا د مؤثقو منابعو پر مټ له ګڼو پښتو نبوي سیرتونو تیار کړل شوي درسونه دي، چې په اونیز ډول د یو نیم ساعت لپاره د تنکیو ځوانانو لپاره په وړیا ډول تدرسېږي. په دې سمینار کې چې ګډون پکې ازاد دی له نویو مېتودونو په ګټې د نبوي مبارک دور د جغرافيې تشریح او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت تر څنګ د پېښو مطابق د اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین لنډ سیرت هم وړاندې کېږي. بریالی مدیریت؛ دا سمینار له کره سرچینو په ګټه داسې برابر شوی، چې ګډونوال یوازې پکې تیوریکي زده کړه نه کوي، بلکې عملاً يې اداراتو کې د تطبیق مېتودونه او مهارتونه هم اخیستلی شي. دې سمینار کې لوی عنوانونه اداري اخلاق، د بشري وړتیاوو مدیریت، د وخت مدیریت او د اداري اسنادو – پیشنهاد، احکام، راپور، مکتوب، استعلام... – تشریح را نغاړل کېږي. رهبري؛ دې سمینار کې د رهبرۍ په ارزښت، ډولونو، مهارتونو او د تطبیق پر څرنګوالي بحث کېږي؛ دې سمینار کې له خلکو سره تعامل، پر خلکو اغېز، له خلکو سره اړیکه، د ستونزې مدیریت، حللارې او د بریالۍ رهبرۍ عملي نمونې تشریح کېږي. لیکوالي یوه نوې ژبه؛ دې سمینار کې له املاء او انشا‌ء پیل د لیکوالۍ تر مؤثرو لارو چارو، د پياوړي نثر فني مېتودونه، د لیکوالي د ژانرونو تشریح او عملي چارې، د روایت، راپور او هنري نثر د تخنیکونو تشریح، د هېواد د مشهور لیکوالو پر اثارو عملي بحث او په پای کې ګډونوال د لیکوالۍ د مهارتونو پر اساس د معیاري لیکوال په حیث را څرګندېږي. د وینا فن؛ دې سمینار کې د وینا اصول، مهارتونه، د ښه ویناوال ځانګړنې او د موضوع د ښې رسونې فني تخنیکونه وړاندې کېږي. د ګډونوالو د جرئت لپاره عملاً د ویناوالۍ تمثیلونه وړاندې کېږي او په پای کې د یو باجرئته، مسلط او خوله‌ور ویناوال په توګه تبارز کوي. انګلیسي؛ د علم د یوې وسیلې په توګه، د لوېدیځ تمدن د اصلي څېرې د مطالعې لپاره، مسلمانانو ته د خدمت په تمه؛ نه یوازې انګلیسې د یوې ژبې په توګه وړاندې کېږي، بلکې هڅه کېږي چې ګډونوالو ته یوازې ژبه نه؛ بلکې انګلیسي ادبیات تدریس شي، چې پر اساس يې نه یوازې ژبه زده، بلکې د فرهنګونو او تمدونونو د مقایسې وړتیا هم تر لاسه کړي. پایله؛ دا هر سمینار چې ورځنی وخت يې یو ساعت دی، دوه میاشتنۍ دوره لري، چې د قرطاسيې ټول خدمات، د پایلو مجلس چې ځينې مسؤلین به هم پکې برخه لري او د تصدیق پاڼو چاپ او وېش د ادارې له لوري برابرېږي؛ هر سمینار د مجربو استادانو له لوري، په غوره مېتودونو او تر ډېره بریده په عملي ډول برابرېږي، چې په پای کې يې وړاندې شوي ټول مواد د یو بنډل په توګه هر ګډونوال ته ورکول کېږي! ادرس: قبرستان کوڅه، کویټي جومات ته مخامخ، پنځمه حوزه، کابل- افغانستان اړیکه: ۰۷۷۴۸۰۰۴۴۵ـ۰۷۹۹۱۰۴۴۹۶ فیسبوک: اعداد/Iedad ټویټر: https://x.com/IedadTC ټلګرام: https://t.me/Iedadtc واټساپ: ۰۷۰۶۷۵۵۶۱۵ـ۰۷۰۰۷۸۲۰۵۳ وانساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029Vb6Nj4D89inr1lXSdJ0N واتساپ ګروپ: https://chat.whatsapp.com/EE14vixxfKfCmjr3c8ezry
👍 ❤️ 4

Comments