🦋📎خیال مزل🦋📎
February 28, 2025 at 08:45 AM
ستا د وادۀ خبره
ﺯمونږ په کور کښې اوشوه
ﺯه ستا په تمعه پېغله
يو دم بې دمه شومه
سترګې مې ډنډ ودرېدې
مرۍ مې غرېو ونيوه
ﺯړۀ مي د غم د لاسه
سوړ اسويلے شروع کړو
ستا په وعدو خفه شو
په شوګيرو خفه شو
اے! په سجدو خفه شو
چى د الله ئې غوښتې
په هغه کړو خفه شو
هره دعا ئې عبس
هر یو امید ئې خاورې
هسې بې ځائے ئې ایمان
پۀ مینه ستا درلودو
تا مينه څه پيژنده
تا مينه څه کوله
تش د مطلبه پوري
خو ﺯه نادانه جينۍ
ستا په وعدو تېر وتم
په ارادو تېر وتم
زۀ ستا د مکر و فرېب
په فيصلو تېر وتم
مينه د ﺯړۀ وه ﺯما
څنګه مي ﺯړۀ صبر کړم
په دغه سوچ کښې ومه
وينه مې تیزه شوله
په سر مې بوج راغے
يودم بې هوشه شومه
رګ مې د سر اوشلېدو
له ډېره غمه ياره
ستا له ستمه ياره
د ډير علاج نه وروسته
ډير وخت په کټ مې تېر کړو
ستا تصويرونه ګورم
ﺯاړۀ وختونه يادوم
چي ښه پرکاله شمه
بيا بيرته لږه ښه شم
ژوند مې ټول خاورې ايرې
ﺯه اوس معزوره يمه
ﺯه اوس معزوره يمه
شاعر ؟
🥺🖤💔
HOTAK🫀🧸🦋
😢
❤️
💜
9