
Pushto Poetry پښتو شاعري
February 3, 2025 at 07:15 AM
اندام اندام راباندې تبه راځي
چې ځي ګلفام راباندې تبه راځي
ته یو ماښام رانه خفه تللې یې
اوس هر ماښام راباندې تبه راځي
جار دې شم سترګې رانه مه اړوه
چې تش شي جام راباندې تبه راځي
د یوه سړی د تللو زور دومره دی
چې اخلي ګام راباندې تبه راځي
اوس مو په مینه کلی ټول خبر دی
اوس سر عام راباندې تبه راځي
❤️
2