
Pushto Poetry پښتو شاعري
February 4, 2025 at 11:22 AM
*منزل لرې لاره ورانه*
*زه هم ستړی ته هم ستړی*
*څه دې خوښه ده ارمانه؟*
*زه هم ستړی ته هم ستړی*
*نه مې ته شې هېرولی*
*نه زما له خیاله وځې*
*ځه پخلا به شو جانانه*
*زه هم ستړی ته هم ستړی!*
*ځغلوې که مې هر څومره*
*ته به هم راسره ګرځې*
*قدم ونيسه اسمانه*
*زۀ هم ستړی تۀ هم ستړى*
😢
❤️
3