Pushto Poetry پښتو شاعري
Pushto Poetry پښتو شاعري
February 5, 2025 at 11:15 AM
ما سره مينه او وفا تر خپل مطلبه کوي مسلمان لمونځ روژه دعا تر خپل مطلبه کوي ځکه د هر مجلس تقريب نه ځان ساتنه کوم هر څوک ژړا خندا ادا تر خپل مطلبه کوي دې ريا کارو ته به څوک دغه خبره وکړي چې د ثواب په نوم ګناه تر خپل مطلبه کوي د څو بچو د خيټې غم ئې په لېمو ځلېږي دا ډمه نه ښکاري ګډا تر خپل مطلبه کوي طبيب په نوم هسې طبيب دی په باطن دی قصاب هر يو رنځـور لـره دوا تر خپل مطلبه کوي په کاغذي ګلونو پروت #شبنم نه څه ګيله ده نن هر سړے هره سودا تر خپل مطلبه کوي #شبنم_سحر پختون شاعر
❤️ 1

Comments