
Pushto Poetry پښتو شاعري
February 9, 2025 at 02:28 PM
.
په ولاکه خو په ټول ژوندون کې ښاد شي
کوم انسان چې په انسان باندې معتاد شي
ور مــعلوم به شي چې مـينه څه ته وايي
که زمــا رقـم څـوک چــــا پسې برباد شي
ورځ خو ښــه وي لږ مې فکر په کې اوړي
خو د شپې چې څنګه سر کيږدم راياد شي
د بـــاران او بــاد اټکل وي ناممکن خـــو
چې د هـــيلو خـــيمه ودرومـــه باد شي
مور او پلار ترې قلم يار ته صرف ورکړئ
نور دې پاتې ورونو تاسو ته جايداد شي
🥀🙃
❤️
😂
😢
3