Pushto Poetry پښتو شاعري
Pushto Poetry پښتو شاعري
February 12, 2025 at 05:25 PM
موده وروسته غزل همدغسې پوښتنه،پر پوښتنه چې راځې ماتیږي به دې خود د غرور ستنه چې راځې راځې، غواړې د کومې تمنا، پوره کېدل؟ نیولې دې د کوم ارمان لمنه چې راځې؟ زه نه یم اوس د کلي کوڅې شاړې دي خو بیا هم راتګ نه دې یوه دنیا مننه چې راځې خوشبو درسره راوړه د جانان د تورو څڼو شماله د خواږه یار له وطنه چې راځې همته ما به ولې لټولې ورکې لارې؟ که تا راسره کړې نه وای ژمنه چې راځې؟
❤️ 5

Comments