
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 25, 2025 at 08:20 AM
د مزارشریف ښار کې د لښتیو او کانالونو پاکولو چارې روانې دي
د مزارشریف ښار سطحې اوبو لا ښه مدیریت په خاطر د ښار دوهمې ناحيې کې د لښتیو او کانالونو پاکولو چارې د ښاروالۍ تنظیف او سرسبزۍ آمریت زیارکښه او وطنپاله پرسونل له لوري هره ورځ د یو منظم پلان مطابق روانې دي، تر څو د ښار سړکونو باندې د اوبو ختلو او عامه تاسیساتو ویجاړېدو څخه په بشپړ ډول مخنيوی وشي.
د مزارشریف ښاریانو ایمانی او دیني وجيبه ده، تر څو د ښاري فرهنګ پياوړتيا او پاکوالي په موخه مزارشريف ښاروالۍ سره په ګډه کار وکړي.
