د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 25, 2025 at 09:43 AM
د غزني ښاروال د بازار بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره کړه غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د ښار بېلابېلو برخو کې د ښاري نظم څرنګوالي، په ځانګړي توګه د هټۍ والو ستونزو، د پلیو لارو د بندېدو او لاسي ګاډیو څخه څارنه وکړه. د دې څارنې په جریان کې ښاروال اړوند څانګو ته لارښونه وکړه چې، د ښار په بېلابېلو بازارونو کې غوره او ښاري نظم ته پاملرنه وکړي. او د ټولو اصنافو څخه وغوښتل شول چې، ښاري اصول په پام کې نیولو سره خپل فعالیت په ټاکلو ځایونو کې ترسره کړي، تر څو د ښاریانو د ستونزو لامل نشي. همداراز ښاروال یادونه وکړه چې د ښا ر په کچه په بېلابېلو ناحیو کې د چوپړتیاوو د زیاتولو په لټه کې یو. تر څو ښاریانو ته پر وخت خپلې چوپړتیاوې وړاندې شي. د ښاروالۍ رهبرۍ تل هڅه کوي چې ګرانو ښاریانو ته په مساوي توګه خپلې چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Comments