د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 25, 2025 at 10:06 AM
د جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې تنظیفاتي خدمات جریان لري
د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ امریت تنظیفاتي کارکوونکي د ښار په بېلابېلو ساحو کې د ویالو د صفا کولو چارې روانې کړي.
دا چې موسم باراني دی، د تنظیف کارکوونکي او د ښاروالۍ لازمه ماشینري د ویالو د صفا کولو او په ښار کې د اوبو د ډنډېدو د مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کوي.
د تنظیف او سرسبزۍ امر وویل له بېګاه راهیسې باران ورېږي په ټولو ناحیو کې ۴۵۰ تنه تنظیفاتي کارکوونکي مو د ښاریانو د خدمت او د ښار د پاکوالي په موخه توظیف کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ رهبري تاسو ښاریانو ته ډاډ درکوي چې د ښار اړوند ټولو ساحو کې به تنظیفاتي کارونو ته په وخت رسېده ګي ترسره کېږي.