
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 25, 2025 at 10:25 AM
غزني ښاروال د روشن مخابراتي شبکي د سویل ختيځ زون د مسؤل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه د روشن کمپنۍ د سویل ختیځ زون له رئیس احمد میاګل میا سره په غزني ولایت کې د نوي کال د را رسېدو په موخه د د ښاروالۍ ریاست سره د نیالګیو د مرستي او کېنولو په اړه لیدنه وکړه.
په دغه دوه اړخېزه ناسته کې احمد میاګل میا وویل روشن کمپنۍ غواړي چې د ښاروالۍ ریاست سره د روشن د خدماتو سربېره را روان ۱۴۰۴ کال کې غزني ښار په تفریحي ځایونو کې د ۵۰۰ شاوخوا مثمر او غیر مثمر نیالګۍ کېنوي.
همداراز ښاروال د روشن کمپنۍ رئیس مسؤول ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل ټول هغه مؤسيسې او شرکتونه چې د ښار په آبادولو او بیا رغونه کې ونډه اخلي د امارت رهبرۍ او اداري یې هر کلي کوي.
د یادولو وړ ده چې، روشن کمپنۍ تر دې وړاندې هم د ښاروالۍ ریاست سره په تفریحي پارکونو کې د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل نصب کړي وه او د ماشومانو لپاره یې خوندې چاپېریال برابر کړي وو.
غزني ښاروالۍ رهبرۍ هوډ لري چې د را روان کال لپاره شاوخوا ۹۰۰۰ مثمراو غیر مثمر نیالکۍ د ښار په بېلابېلو ساحو کې کېنوي.
