
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 25, 2025 at 11:08 AM
`د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست د نن لنډ او دقيق خبرونه`
*نېټه*
*سه شنبه ١٤٤٦/٠٨/۲۶ هـ ق - ١٤٠٣/١٢/۰۷ هـ ش*
*جلال اباد ښاروالۍ*
1. د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې د ویالو صفا کولو چارې جریان لري د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ امریت د اوومې ناحیې د تنظیف کارکوونکي له لوري د څلورمې ناحیې اړوند کې د ویالو صفا کولو چارې جریان لري.
*غزني ښاروالۍ*
2. غزني ښار په لومړۍ ناحیه کې لاس پلورونکي منظم او سپارښتنې ورته وشوي غزني ښاروالۍ ریاست د لومړۍ ناحیې اړوند بزازۍ په بازار کې لاس پلورونکي د بازار د نظم او ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د لښتیو په سر تنظیم او هغه ښاریانو چې، په ناقانونه توګه یې د لښتیو په سره غرفې جوړې کړې وې د یادې ناحیې له لوري مهرلاک او د لومړۍ ناحیې مدیریت ته انتقال شوې.
*شاروالی فیروزکوه*
3. جلسه کمیسیون نظم و توسعه شهری شاروالی فیروزکوه برگزار گردید جلسه کمیسیون نظم و توسعه شهری شاروالی فیروزکوه ولایت غور به ریاست مولوی نیک محمد حذیفه معاون مقام ولایت و مسٶولان ادارات محلی برگزار شد.
*غوربند ښاروالۍ*
4. د پروان غوربند بازار کې د بېکیفیته توکو راټولول او د هوټلونو څارنه ترسره شوه د پروان ولایت غوربند ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم مدیریت د بازار د څارنې او کنټرول چارې ترسره کړې. د دې څارنې پر مهال هغه توکي چې د استفادې وړ نه وو، له بازاره راټول او ضبط کړل.
*ګردېز ښاروالۍ*
5. بالادي بازار دوکانونو کې له بې کیفیته او تیر موادو څځه څارنه ترسره شوه ګردېز ښاروالۍ مارکیټونو تنظیم مدیریت او ولایتي ادارو ټاکلو مسئوولانو د خپلو څارنو پر دوام دا ځل، د څلورمې ناحیې اړوند بالادي ساحه کې د خوراکي او غیرخوراکي تېر وخته او بې کیفیته توکو له کیفیت او مصرف نیټې څخه څارنه وکړه.
*ګردېز ښاروالۍ*
6. ګردېز تېرې پُل سرک او کار ټولنیزو چارو ریاست خامه فرعي سړک کنډ وکپر برخو د هموارکاري چارې تر سره شوې ګردېز ښاروال مولوي حبیب الرحمن "منصور" په هدایت، تنظیف مدیریت د خپلو وسایطو او بشرې قوې څخه په استفادې د ښار مرکزي برخه کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته غځیدلي خامه فرعي سړک او د تېرې پُل ته څېرمه سړک غاړو خامه تخریب شویو برخو د هموار کاري چارې تر سره شوې، چې ور سره موټر چلونکو په تګ کې اسانتیاوې رامنځته او هم په باراني موسم کې لویو سړکونو ته موټرونو ټیرونو په ذریعه، تر ډېره د خټو انتقال مخنیوي تر څنګ، د ښار سړکونه له خټو او خاورو خوندي شي.
*مهترلام ښاروالۍ*
7. د لغمان مهترلام ښار کې د ۲۲ میلیونه افعانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د لومړۍ ناحیي اړوند د دارالمعلمین په مسیر د سرک او چړايي د جوړیدو چارې نن د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي، د لغمان د بېلابیلو ادارو رئیسانو، ګذر وکیلانو او ولسي خلکو په شتون کې پیل شوې.
*کندهار ښاروالۍ*
8. په کندهار ښار کې د ښاري نظم ټینګښت په موخه نظارت ترسره شو دکندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظيم امریت، د لومړۍ ناحیې امریت، څلورمې ناحیې او څوارلسمې ناحیو امریتونو، ولایت مقام، ترافیکو مدیریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همکاري يو ځل بیا د احمد شاهي جادې په اوږدو کې د هغو ریړۍ چلوونکو پر فعالیتونو نظارت ترسره شو کوم چې د جادې سرسبزۍ او ښکلاته يې زيان رسولی و.
*شاروالی نهرین*
9. اطلاعیه به اطلاع تمام افراد و اشخاص واجد شرایط رسانیده میشود که شاروالی نهرین ولایت بغلان غرض ازدیاد عواید خویش در نظر دارد تا اعمار حوض آبازی، میدان فوتسال و حمام معیاری را مطابق به نیازمندی های عصری در ساحه و زمین مربوطه این شاروالی به قرار داد بدهد.
*مزارشريف ښاروالۍ*
10. د مزارشريف ښاروالۍ ریاست کې نوي ټاکنې ترسره شوي. مزارشريف ښاروالۍ عمومی ریاست کې د چارو د ښه سمون او پرمختک په موخه د چارو ادارې لوي ریاست د حکم پر اساس مزارشريف ښاروالۍ کې آمریتونو او عمومی مدیریتونو په کچه لاندې ټاکنې ترسره شوي، او د ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسیم عابد له لوري اړوندو شعباتو کارکونکو ته ور وپیژندل شوه.
*غزني ښاروالۍ*
11. غزني ښاروال د کور او ښار جوړولو له رئیس مولوي بلال متقي سره د ښاري پلان اړوند کتنه وکړه غزنی ښاروال مولوي محمدنبي حمزه د کور او ښار جوړولو له رئیس مولوي بلال متقي سره د غزني ښار د ماسټر پلان او نویو ودانیو د جوړولو خبري وکړي.
*خوست ښاروالۍ*
12. د خوست ښاروالۍ د تنظیف مسؤولین په هر ډول شرایطو کې ښار ناپاکۍ ته نه پرېږدي دا چې له بېګا شپې راهیسې خوست ښار د باران شاهد دی، د ښاروالۍ د تنظیف عامله په ټولو ناحیو کې د سړکونو او لښتیو د پاکوالي او خلاص ساتلو لپاره بوخته ده. دوی په خپلو هڅو سره د ښار سړکونه ککړتیا او لښتي به بندښت ته نه ورکوي، ترڅو ښاریان له ستونزو سره مخ نه شي.
*مزارشریف ښاروالۍ*
13. د مزارشریف ښار اولې ناحیې کې د څه باندې سل ۱۰۰ بوټو نیالګیو کېنولو چارې پيل شوي مزارشریف ښار کې د ښېرازه او زرغون چاپیریال رامنځته کولو، ښکلا او د زرغونتیا پراختیا په موخه اولې ناحیې کې د څه باندې سل ۱۰۰ بوټو نیالګیو کېنولو چارې د ګذرو وکیلانو له لوري او د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق، د ښاروالۍ سکتوري او تخنيکي رئیس استاد محمد جاوید مایار ، د ښاروالۍ څارنې او ارزونې آمر الحاج مولوي بور جان نائب البدر ، د ښاروالۍ تفتیش آمر مولوي قدیر خاکسار، د ښاروالۍ تنظیف او سرسبزۍ آمر مولوی اختر محمد هنر او د اولې ناحیې آمر مولوي بسم الله ابو یحیی او سیمې اوسېدونکي په شتون کې پېل شوي.
*غزني ښاروالۍ*
14. غزني ښاروالۍ ریاست کې د څارنې او ارزونې د امر په مشرۍ د ښاري نظم کمېټه جوړه شوه غزنی ښاروالۍ ریاست کې د څارنې او ارزونې امر مولوي محمود مقیم په مشرۍ د ښاري نظم کمېټه د ښاري ستونزو د حل کولو په موخه جوړه شوي ده چې په دغه کمېټه کې د عوایدو مدیریت،ښاري نظم مدیریت او مالي مدیریت شامل دي.
*کندهار ښاروالۍ*
15. د کندهار ښار د پاکوالي په موخه عمومي اشر دوام لري د کندهار ښاروالۍ د رهبرۍ په خاص هدایت، د ښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل د څلورمې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې دکثافاتو د ټولولو اشر ترسره کړ. په دې اشرکې د یوې ورځي په جریان کې د تنظیف کارکوونکو له خوا ۳۸ موټره کثافات راټول او ټاکل شوې ځای ته انتقال شول.
*جلال اباد ښاروالۍ*
16. درنو ښاریانو دا چې موسم باراني دی، د جلال آباد ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق په ځانګړي لارښوونې د تنظیف او سرسبزۍ ټول کارکوونکي د ښار په بېلابېلو ساحو کې د ویالو په صفا کولو بوخت دي.
*شاروالی یکه و لنگ*
17. کارکنان تنظیف و سرسبزی شاروالی یکه و لنگ ولایت بامیان پاککاری فوری جویها و پلچکهایی را آغاز کردند که از اثر باران و موجودیت یخزدگی جویها، برخی معابر شهری یکه ولنگ را دچار آبگرفتگی کرده بود و از شهروندان خواستند تا از انداختن زباله ها و مواد اضافی در مسیرهای آب خودداری کنند.
*شاروالی بگرام*
18. شاروالی ولسوالی بگرام ۲۱ بسوه زمین برای تعمیر شاروالی خریداری کرد شاروالی ولسوالی بگرام ولایت پروان از اثر کوشش مجاور طاهری، شاروال ولسوالی بگرام و مسئوولین اداری آن به مساحت ۲۱ بسوه زمین جهت اعمار تعمیر و مارکیت در بهترین نقطه بگرام از بودیجه انکشافی خویش به مبلغ ۲۹۱۹۰۰۰ (دو میلیون نه صد و نوزده هزار افغانی) خریداری کرد.
*جلال اباد ښاروالۍ*
19. له شپږمې ناحیې څخه د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې. د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیفاتي خدماتو په دوام د تنظیف او سرسبزۍ آمریت له لوري د ښار شپږمې ناحیې د راټول شوو کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې.
*شاروالی میمنه*
20. انجنیر زبید خان علمیار از طریق امتحان رقابتی آزاد در بست ۵ به حیث انجنیر سرک سازی و غلام علی در بست ۵ به حیث مدیر امور کارکنان شاروالی میمنه بر اساس حکم شماره ۱۹۹۴ مورخ ۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ.ق ریاست عمومی اداره امور تقرر حاصل نمودند و طی برنامه معرفی و به کار آغاز کردند.
*شاروالی میمنه*
21. جلسه کمیسیون جلوگیری از احتکار و کنترول قیم ولایت فاریاب برگزار شد جلسه کمیسیون جلوگیری از احتکار و کنترول قیم ولایت فاریاب تحت ریاست مفتی گل احمد مبشر، شاروال شهر میمنه با اشتراک اعضای کمیسیون، کلانتر عمومی اصناف، کلانتران صنف قصابی، مرغ فروشان، آرد فروشان، غله جات و خبازان در دفتر کار مقام شاروالی میمنه تدویر یافت.
*شاروالی مزارشريف*
22. تیم تنظیم مارکیت های شاروالی مزارشريف از اصناف مختلف شهر نظارت کردند تیم تنظیم مارکیت های شاروالی مزارشريف از یک تعداد خبازی های سطح شهر نظارت نمود و در جریان این نظارت به تعداد ۳ باب دکان خبازی در ساحات دشت شور واقع در ناحیه هشتم شهر توصیه های لازم ارائه شد.
*مزارشریف ښاروالۍ*
23. د مزارشریف ښار کې د لښتیو او کانالونو پاکولو چارې روانې دي د مزارشریف ښار سطحې اوبو لا ښه مدیریت په خاطر د ښار دوهمې ناحيې کې د لښتیو او کانالونو پاکولو چارې د ښاروالۍ تنظیف او سرسبزۍ آمریت زیارکښه او وطنپاله پرسونل له لوري هره ورځ د یو منظم پلان مطابق روانې دي، تر څو د ښار سړکونو باندې د اوبو ختلو او عامه تاسیساتو ویجاړېدو څخه په بشپړ ډول مخنيوی وشي.
*شاروالی انجیل*
24. هیئت نظارت شاروالی ولسوالی انجیل ولایت هرات ازنانواییها وقصابی های گذرهای ناحیه ۳ این ولسوالی نظارت و کنترل نمودند و مواد خوراکی و غیر خوارکی تاریخ گذشته را جمع آوری نمودند.
*شاروالی پلخمری*
25. برگزاری محفل به مناسبت تجلیل از غرس نهال در فصل بهار محفل بمناسبت تجلیل از روز نهال شانی و تشویق شهروندان جهت غرس نهال در شهر پلخمری ولایت بغلان امروز سه شنبه (۷ حوت) به رهبری مولوی عبداللطیف مظلوم شاروال پلخمری و با اشتراک مسٶولان دولتی، آمرین ریاست شاروالی، کارمندان و کارکنان تنظیف و وکلای گذر نواحی ششگانه شاروالی برگزار گردید.
*اسعداباد ښاروالۍ*
26. کونړ اسعداباد ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په باراني موسم کې، د خپلو ښاريانو په چوپر کې دي په يخ او باراني موسم کې د اسعداباد ښاروالۍ د تنظيفاتي کارکوونکي نن ورځ په دوهمه ناحيه کې هغه برخې چې پکې اوبه بندې شوي وې، لارې يې خلاصې کړې، ترڅو د عامه ښاريانو په وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.
*اسعد اباد ښاروالۍ*
27. د کنړ اسعد اباد ښاروالۍ کې د سرغړونې او غير قانوني چلند په اساس په ښار کې د قصابۍ يوه هټۍ وتړل شوه د اسعداباد ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مديريت له لوري هغه قصاب خونه وتړل شوه، چې د نرخپاڼې څخه یې په لوړه بيه پلور کاوه.
*غزني ښاروالۍ*
28. د غزني ښاروال د بازار بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره کړه غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د ښار بېلابېلو برخو کې د ښاري نظم څرنګوالي، په ځانګړي توګه د هټۍ والو ستونزو، د پلیو لارو د بندېدو او لاسي ګاډیو څخه څارنه وکړه.
*مزارشريف ښاروالۍ*
29. د مزارشريف ښاروالۍ له لوري بېلابېلو اصنافو ته نوې نرخ پاڼې جوړې او ووېشل شوې د مزارشريف ښاروالۍ مارکېټونو تنظيم او پراختیا امریت له لوري د نرخونو کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون سره په همغږۍ د مزارشريف ښار بېلابېلو اصنافو ته د کب/حوت میاشتې نرخ پاڼې جوړې او ووېشل شوې.
*شاروالی پل علم*
30. اعلان داوطلبی شاروالی پل علم ولایت لوگر قرارداد جمع آوری عوايد مسلخ و نخاس را از طریق تدویر مجلس مزائیده به اعلان میگذارد. افراد و اشخاص واجد شرایط که خواهش عقد قرار داد آنرا داشته باشند از تاریخ نشر اعلان الى مدت (۲۱) روز تقویمی درخواستی های خویش را به مدیریت خدمات و تداركات شاروالی پل علم تسلیم نمایند.
*مزارشریف ښاروالۍ*
31. مزارشریف ښار کې د بندو پلچکونو پاکولو او ایستل شوي کثافاتو لېږدولو چارې ترسره شوي د مزارشریف ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ کارکوونکو له لوري د مزارشريف ښار پاکوالي او د چاپېريال ښکلا او ښېرازۍ په موخه د ښار یوولسمې ناحیې اړوند مزارشريف _ کابل لویه لاره کې د بندو پلچکونو پاکولو او ایستل شوي کثافاتو لېږدولو چارې ترسره شوې.
*ترینکوټ ښاروالۍ*
32. د روزګان ترینکوټ ښاروالۍ د اداري او ساحوي پرسونل له لوري د ښاري چریو خلاصون او باراني اوبو د مهار او کنټرول په موخه د ښار څخه نظارت ترسره کړ روزګان ولایت کی د ترینکوټ ښاروالۍ ریاست له لوري د ښار په څلورو ناحیو کې د ښاري چریوو صفایي او د پلچکونو د خلاصون چارې ترسره شوې.
*شاروالی چاریکار*
33. مدیریت تنظیف و سرسبزی شاروالی چاریکار آبروها را پاک کاری کرد آبروهای شهر چاریکار ولایت پروان که از اثر کثافات و خاکروبهها بند شده بودند و با باریدن باران جلو آب باران را میگرفتند توسط مدیریت تنظیف و سرسبزی شاروالی چاریکار پاک کاری شد.
*جلال اباد ښاروالۍ*
34. د جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې تنظیفاتي خدمات جریان لري د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ امریت تنظیفاتي کارکوونکي د ښار په بېلابېلو ساحو کې د ویالو د صفا کولو چارې روانې کړي.
*میدان ښار ښاروالۍ*
35. د میدان ښار په کوتل تخت ساحه کې د سرک غاړې له نیالګیو څخه واورې پاکې شوې د میدان ښار ښاروالۍ له لوري په کوتل تخت ساحه کې د کابل کندهار لویې لارې په اوږدو کې له شته نیالګیو څخه واورې پاکې شوې او په ورته وخت کې د تنظیف او سرسبزۍ کارکوونکو له لوري د میدان ښار بازار له بېلابېلو برخو څخه راټول شوي کثافات خوندي ځای ته انتقال شول.
*کندهار ښاروالۍ*
36. په کندهار ښاروالۍ کې د اصنافو وکیلانو او د افغانستان بانک له استازو سره د افغانیو د ترویج په موخه غونډه ترسره شوه په کندهار ښاروالۍ کې د ښار اصنافو وکیلانو د افغانستان بانک له استازو سره د افغانیو د ارزښت او ترویج په موخه ماسته وکړه، په دې غونډه کې د کندهار ښاروالۍ د شوراګانو او مجالسو امر، په کندهار کې د افغانستان بانک امر او د افغانۍ د ترویج کمېټې استازو، د ښار اصنافو، د شوراګانو عمومي مدیر او د مشورتي شورا معاون ګډون کړی وو.
*قره باغ ښاروالۍ*
37. د کابل قره باغ ښاروالۍ اداري ناسته ترسر کړه پیل د قرانکريم په ايتونو سره وشو او بيا وروسته د قره باغ ښاروال مولوي سميع الله شاهد ښاروالۍ کارکوونکو ته په څو مهمو موضوعاتو خبري وکړې.
*غزني ښاروالۍ*
38. غزني ښاروال د روشن مخابراتي شبکي د سویل ختيځ زون د مسؤل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه د روشن کمپنۍ د سویل ختیځ زون له رئیس احمد میاګل میا سره په غزني ولایت کې د نوي کال د را رسېدو په موخه د د ښاروالۍ ریاست سره د نیالګیو د مرستي او کېنولو په اړه لیدنه وکړه.
*شاروالی انجیل*
39. کمیته بازار شاروالی انجیل ولایت هرات به سلسله برنامه های نظارتی و بررسی بازارهای نواحی سه گانه شاروالی انجیل، از مواد تاریخ گذشته خوراکی و غیرخوراکی در سطح بازار ناحیه سوم شاروالی نظارت کرد و مواد تاریخ گذشته جمع آوری گردید.
*جلال اباد ښاروالۍ*
40. د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د ۵،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرک او ویالو جوړولو کارونه جریان لري د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د (UNOPS) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د اوومې ناحیې په ۱۱ ګذر کې د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي سره د ۴،۸ مترو په پلنوالي د سرک او ویالو جوړولو کارونه جریان لري.
*شاروالی ایبک*
41. برنامه نهال شانی توسط شاروالی شهر آیبک آغاز گردید مولوی جان محمد محمدی، آمر امور کارکنان مقام ولایت سمنگان با غرس یک اصله نهال در محوطه پارک شاروالی شهر ایبک ولایت سمنگان واقع پروژه ماستر پلان شهرک جدید برنامه نهال شانی را آغاز نمود.
