د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 26, 2025 at 05:11 AM
د میدان ښار ښاروال ملا رازمحمد فاروقي په مشرۍ د ښاروالۍ ریاست اداري ناسته تر سره شوه یاده ناسته چې د ښاروالۍ ریاست مقام کې تنظیم شوې وه، د ښاروالۍ ریاست د اړوندو هغه ملکیتونو چې حقيقي یا حکمي افرادو ته په قرارداد ورکړل شوي دي، د برېښنا اړوند ستونزو په حل لارو، د نوي کال د پیل په پار د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین تر سره کېدلو او ځینې نورو موضوعاتو په اړه بحث تر سره او لازم تصمیمونه ونیول شول. د دې ترڅنګ د ښاروال له لوري د ښاروالۍ ریاست ټولو مامورینو ته په کړنو کې د اخلاص، امانتدارۍ، ملي ګټو ته په ژمنتیا او له مراجعینو او په ټوله کې له ښاریانو سره د نیک چلند کولو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : د میدان ښار ښاروال ملا رازمحمد فاروقي په مشرۍ د ښاروالۍ ریاست اداري نا...

Comments