
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 26, 2025 at 05:12 AM
فراه کې د ښار د پاکوالي په موخه تنظیفاتي چارې په ورځني توګه روانې دي
د فراه ښاروالۍ تنظیفاتي کارکوونکو په تېرو دوو ورځو کې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۷۵ موټره کثافات راټول او ټاکل شوي ځای ته انتقال کړي دي. سربېره پر دې، د یادو کارکوونکو له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې د چریو پاک کاري هم ترسره شوې.
فراه ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د پاک چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي، کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي او د ښار په پاکوالي کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
