د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
February 26, 2025 at 05:19 AM
د پکتیکا ښرنې ښار کې د اوبو انتقال لپاره د بندو لښتیو او پلچکونو خلاصولو چټک اقدامات ترسره شول د ښرنې ښاروالۍ د تنظيف رياست د کارکوونکو له لوري د ښار د ویالو او پلچکونو خلاصولو چارې دوام لري ترڅو د وروستيو ورښتونو له امله د اوبو مخه بنده نشي او د زيانونو مخنيوی وشي. د دغو اقداماتو په لړ کې د ښار په ټولو برخو کې د باران د ډنډ شوو اوبو د انتقال لپاره بند پلچکونه او لښتي خلاص شول او په دې برخه کې خلکو ته د تګ راتګ اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې. د تنظیف مدیر وویل، د ښاروالۍ ریاست د مشرتابه په هدایت یې د ښار ټولو برخو ته رسېده ګي کړې، ترڅو د ورښتونو له امله رامنځته شوي خنډونه له منځه یوسي. نوموړۍ وایي، هڅه کوي په خپل ټول توان او امکاناتو ښار کې تنظیفاتي خدمات وړاندې او په دې برخه کې موجود خنډونه لمنځه یوسي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : د پکتیکا ښرنې ښار کې د اوبو انتقال لپاره د بندو لښتیو او پلچکونو خلاصو...

Comments