د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
March 1, 2025 at 06:45 AM
د کابل قره باغ ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ د کابل قره باغ ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ. دا کمپاین د قره باغ ولسوال محمد شرین سحاب، د قره باغ ښاروال مولوي سمیع الله شاهد، نورو مسؤولینو او د بازار د اصنافو د استازو په ګډون د نیالګي په کېنولو سره پرانیستل شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت مسؤولینو، قومي مشرانو او د اصنافو استازو د قره باغ ښاروال او د ښاروالۍ له کارکوونکو څخه خوښي څرګنده کړه او د زرغون چاپېریال لپاره یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه. د قره باغ ښاروالۍ په پام کې لري چې په ۱۴۰۳ هـ.ق کال کې له خپلو عوایدو څخه نږدې ۲۵۰۰ مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنوي او له ټولو ښاریانو څخه غواړي چې د دې کمپاین ملاتړ وکړي او د نیالګیو ساتنه خپله وجیبه وګڼي.

Comments