د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
March 1, 2025 at 06:50 AM
کندهار ښاروالۍ د ښار زرغونولو او ښکلا په موخه د نهالانو اېښودلو عمومي کمپاين پيل کړ د دې کمپاين په نتيجه کې به کندهار ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سيمو کې ( ۴۰ ) زره مېوه لرونکي او غير مېوه لرونکي نهالونه او همدارنګه د ښار د ښکلا په موخه به ( ۵۰ ) زره زينتي ګلان د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې کېږدي. د کندهار ښار د نورو سيمو ترڅنګ به دغه کال کې د احمد شاهي سرک د ښور اندام کوتل څخه شروع بيا د ميدان هوايي تر څلور لارې به ياد سرک په مکمل ډول زرغون شي. د کندهار ښاروالۍ رهبري د خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د ښار په ښکلا او زرغون کولو کې د کندهار ښاروالۍ سره برخه واخلئ.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : کندهار ښاروالۍ د ښار زرغونولو او ښکلا په موخه د نهالانو اېښودلو عمومي ...

Comments