
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
March 1, 2025 at 07:10 AM
د جلال اباد ښار له څلورمې ناحیې څخه د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې
د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیفاتي خدماتو په دوام د تنظیف او سرسبزۍ امریت له لوري د ښار څلورمې ناحیې د راټول شوو کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې.
د تنظیف او سرسبزۍ امریت په چوکاټ کې هره ورځ د ښار له نهه ګونو ناحیو څخه په اوسط ډول ۶۵۰ متر مکعب کثافات مناسبو ځایونو ته انتقالېږي.
د جلال اباد ښاروالۍ رهبري له تاسو درنو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاکوالي کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره بشپړه همکاري وکړئ.
