معلومات طبی🫁Medical information🫀
معلومات طبی🫁Medical information🫀
February 7, 2025 at 03:46 AM
د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت، د مزارشریف له یو شمېر خصوصي پوهنتونونو سره تحصیلي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست، ځوانانو ته د تحصیلي زمینه سازۍ او همکارۍ په برخه کې د مزارشریف، راه سعادت او ابن سینا د لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسو سره په خورا زیات کمښت"تخفیف" دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه. د دغې هوکړه لیک له مخې به ټول هغه ځوانان چې د یاد ریاست د ځوانانو آمریت لخوا یادو شویو مؤسسو ته معرفي کېږي، په ځینو پوهنځیو کې تر ٧٠% سلنې کمښت د یوې بشپړې تحصیلي دورې لپاره منل کېږي، د دې هوکړې د لاسلیکولو پر مهال د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست دځوانانو چارو آمر ښاغلي سلطان محمد توخي خبرې وکړې او د ځوانانو د علمي برخې د بډاینې په برخه کې یې له یادو مؤسسو له مسئولینو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې موږ به په پوره توان سره یادو موسسو ته وړ ځوانان معرفي کوو، ښاغلي توخي په خپلو خبرو کې د خصوصي مؤسسو له بنسټګرو څخه د زړه له کومې مننه وکړه، چې د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره تحصیلی وړیا بورسیې برابروي. ١۴۴۶/۸/۵
Image from معلومات طبی🫁Medical information🫀: د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت، د مزارشریف ل...

Comments