MoMPAfghnistan
MoMPAfghnistan
February 13, 2025 at 07:27 AM
*د GIS پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې* د مرکزي او جنوبي زون ریاستونو د کارمندانو لپاره د GIS روزنیز پروګرام، چې د کانونو د انسټیټوت ریاست لخوا د GIS او ریموټ سنسنګ ریاست سره په همغږۍ د څلورو ورځو لپاره پیل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ نېټې پای ته ورسید. په دغه غونډه کې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیا‌ءالرحمن الاریوبي، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج، د کانونو د انسټیټوت رئیس، د GIS رئیس او یو شمېر نورو رئیسانو ګډون کړی و. د پروګرام په پای کې د پلان او پالیسۍ مرستیال وویل: "د روزنیزو پروګرامونو د پیل کولو موخه د پوهې پیاوړتیا او د ظرفیت لوړول دي، او له دې پروګرام څخه مو چې څه یاد کړي دي له خپلو همکارانو سره شریک کړئ." د کانونو د انسټیټوت اوGIS رئیسانو د یاد پروګرام د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، غوښتنه یې وکړه چې یادې زده کړې دې په خپلو چارو کې پلې کړي. دغه راز د پروګرام په پای کې د کانونو د انسټیټوت له لوري ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم و وېشل شوې.

Comments