
OMID Radio/امید راډیو
February 25, 2025 at 12:21 PM
نړیوالو رسنیو ویلي چې پاکستان او بنګله دېش له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته سوداګري پیل کړې ده.
د بنګله دېش له خپلواکۍ(۱۹۷۱زېږدیز) وروسته دا لومړی ځل دی چې ډهاکه پاکستان ته د وریژو یوه جوپه استوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د لومړي ځل لپاره د ۵۰ زره ټنو وریژو لومړۍ جوپه د بنګلهدېش له قاسم بندر څخه پاکستان ته استول شوې ده.
یاده دې شي چې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ سوداګریزې اړیکې د شیخ حسینې د حکومت له نړېدنې وروسته پیل شوي.
تویتر دری لېنک: https://x.com/omidfm2?s=21&t=By7k13RAJ-wtHIfSIAx5Tw
