OMID Radio/امید راډیو
February 26, 2025 at 07:41 AM
*نږدې ۵۰ سانتې واورهورېدنه؛ غزني کې یې یوازې څو هټۍ او کورونه نړولي*
د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درنه واوره ورېدلې، چې ځاني زیان نه لري؛ خو یو شمېر هټۍ او د استوګنې کورونه یې نړولي دي.
ویل کیږي چې د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰ سانتي متره واوره ورېدلې او د اجرستان ـ مالستان ترمنځ غځېدلې لاره هم درنو واورو پوښلې ده.
انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/