
OMID Radio/امید راډیو
March 1, 2025 at 04:43 AM
روسيې او امريکا په استانبول کې د هغو اقداماتو پر سر هوکړه کړې، چې د دوی د سفارتونو او کونسلګريو پر فعاليتونو اغېزه لري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې امريکايې لوري تېره ورځ په ترکيه کې په يوه ناسته کې الکساندر دارچييف د ټاکلو لپاره د تأييد اشاره ورکړې ده.
د دې وزارت د خبر له مخې، روسيې وړانديز کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيمې الوتنې بيا ځلې پيل شي.
ياده دې شي، چې د مسکو او واشنګټن تر منځ الوتنې د اوکراين د جګړې له پيل راهيسې بندې شوې دي.
انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/

👍
1