
الأبطال خپرندويه اداره
February 2, 2025 at 01:22 PM
*(د الابطال خپرندويه ادارې) له لوري له قاري صاحب سعید خوستي سره ځانګړې مرکه!*
د الابطال ادارې کاري ټیم د لوی الله ﷻ په مرسته او په پوره اخلاص سره د تېر جهادي دور د خاطراتو د خوندي کولو او د دې زرین دور د تاریخ حافظې ته د سپارلو په موخه کړنې تر سره کوي، تر څو د دې شازلمیو یاد، قرباني، فداکاري، پر دین او وطن ننګ تر نسلونو نسلونو ورسېږي.
یادې ادارې د دې موخې د تر سرته رسولو لپاره د دې سپېڅلي صف د یو ستړي لاروي ژوند پوښتلی؛ له هغه یې د ملګرو د شهادت تریخ یاد وپوښت، هغه یې بیا د زندان سختیو بیانولو ته مجبور کړ، له هغه یې د جګړې د سویو کړیږو، د ملګرو د فراق او د مرمیو د کړسهار کیسې په ارام دفتر کې واورېدلې.
د داسې کیسو یادونه هر مسؤول کس دې فکر ته مجبوروي چې تر دې پاچاهۍ مو څه خونړۍ لار تر شا پرېیښې ده.!
په دې خپرونه کې مو له خوستي صاحب سره پر زیاتو مواردو (د هغه د شخصي ژوند، د جهادي مبارزې او په دې لاره پر ستړیو او د اشغال پر وړاندې د قوي مبارزې) پر تړاو خبرې کړې دي.
*د جهاد او مبارزې برخه:* د امریکا د اشغال پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خوستی صاحب خپلې ونډې او تجربې راسره شریکې کړې، هغه د اخلاص، دیانت، او تقوی په اهمیت خبرې وکړې او د هغو مهمو پیښو یادونه یې وکړه چې پکې برخه وال و.
*په جهادي بهیر کې د قلمي مبارزې اهمیت:* خوستی صاحب د قلم له لارې په جهادي بهیر کې دقلمي جهاد ونډه او اغېز بیان کړ، هغه څرګنده کړه چې څنګه د قلمي سنګر د ملګرو ترانو او لیکنو د مجاهدینو او عام ولس په زړه کې د مقاومت جذبه را ژوندۍ کړه.
*د اشغال غمیزي:* د اشغالګرو لخوا د افغانانو پر وړاندې ترسره شوي جنایتونه او د جګړیزو نړیوالو قوانینو نه مراعاتولو په اړه یې خپل نظر څرګند کړ.
*شهادت او قربانۍ:* خوستي صاحب د شهیدانو د ژوند لیکونو، خاطرو، او کارنامو په اړه خبرې وکړې او د اشغالګرو جنګي جنایاتو په اړه یې شخصي کیسې شریکې کړې، هغه د شهیدانو د یاد ساتلو او د هغوی قربانیو د ثبت پر اهمیت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د هر قلموال مسؤولیت دی چې په دې برخه کې کار وکړي.
همدارنګه هغه د ځوانانو او مجاهدینو له پاره د جهادي ارزښتونو د ساتلو په برخه کې مهم پیغامونه وړاندې کړل.
الابطال اداره دغه پوره مرکه په لوړ کیفیت له تاسو سره شریکوي.
زموږ ټولنیزو رسنیو ادرسونه وڅارئ ترڅو د قاري صاحب سعید خوستي د ژوند او مبارزې په اړه نور مالومات ترلاسه کړئ او د دې سپېڅلي صف د شهیدو قافلو په تړاو له نورو نویو معلوماتو خبر شئ.
نور معلومات او بشپړه مرکه به د (الابطال ادارې) په رسمي پاڼه کې ژر نشر شي ، له موږ سره اوسئ.!
#قاري_سعید_خوستی #الابطال_اداره #جهادي ارزښتونه #افغانستان.
https://t.me/Alabtaaledarh313