
🌍🎙️د معلوماتو څانګه 🎙️ 🌍
February 26, 2025 at 10:46 AM
وایې:-
باران دنیا پاکوي
خو دا شعر زما د وطن لپاره نه دی.
دلته د باران څاڅکي له شنو پاڼو دوړې نه وړي،
بلکې د سړک له یوې غاړې کاغذونه،
د سګریټو تش کوتۍ،
تش بوتلونه،
پلاستیکي کڅوړې،
د چاکلیټو تش پوښونه،
د جوس مات شوي کارټنونه،
د چیپسو تش پاکټونه،
زړې ټوکرۍ،
او د میوې ګندېدلي پوټکي، د سړک منځ ته راوړي.
🍁🥀🌾
