
فڪري روزنتـون ➰
February 2, 2025 at 05:49 AM
خبر دی چې مروان البرغوثي چې یو قیادي شخصیت دی، نن ورځ د یهودو له محبس څخه په تبادله کي آزادیږي ، مروان البرغوثي له ـ 2002م ـ را ايسي د یهودو سره په دې جرم زنداني دى چې د کتائب شهداء الأقصیٰ په نوم مسلح ګوند یي تأسیس کړی، کتائب شهداء الأقصیٰ ګوند په خپل وخت کي پر یهودو سخت مرګوني ګذارونه کړي دي، مروان البرغوثي یوار له زندان څخه د فلسطین و أولسمشرۍ ته هم کانديد سو ، په یوې سروې کي په فلسطیني أولس کي تر ټولو زیات شعبیت لرونکی کس بلل شوی.
په أبدي حبس محکوم برغوثي به صبا ان شاءالله پس له درویشت کاله زندانه آزاد شي.