فڪري روزنتـون ➰
February 2, 2025 at 07:20 AM
#مجاهده!
ته د ایمان، عزیمت، او غیرت هغه لمبه یې چې د حق پر ډګر یي د قربانۍ څراغ بل کړی.
د خپل امیرالمؤمنین د شریعت په ټولو اصولو کې پوره، نه بلکې بشپړ اطاعت وکړه،
هر حکم ته یې د صدق او اخلاص لبیک وایه، هر فرمان ته یې د تسلیمۍ او وفادارۍ دروازه پرانیزه.
هغه یوازینی امیر دی چې د فاني دنیا د فریبونو په مقابل کې یې د حق نه ماتېدونکی سنګر نیولی،
د ظلم، باطل، او تیارو په وړاندې یې د شریعت سپېڅلی بیرغ پورته کړی.
هوکې، مجاهده،
ستا مسؤولیت یوازې وسله نه، بلکې د اخلاص، تقوا، او صداقت رڼا ده،
د الهي احکامو نه سرغړونه مه کوه، د اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړه،
او د مظلومانو د فریاد ژباړن شه، د دوی د دفاع لپاره د حق پر لاره،
لکه پولاد، لکه غر، لکه د تاریخ اتلان، ثابت قدم پاتې شه.
اتل مجاهده،
زړورتیا بدې ولوله وي،
صداقت بدې هویت وي،
اخلاص بدې نښه وي!
د حق پر لار هر ګام بدې عبادت، هره قرباني بدې افتخار، او هره ساه بدې د اسلام د سرلوړۍ لپاره وي!
. . . . .
#ولي محمد ثنایي