
فڪري روزنتـون ➰
February 2, 2025 at 04:12 PM
م. عبدالله عزام لیکي_
دا د امریکایي لیکوال کارټر ملکسیان «په افغانستان کې د امریکا جګړه» په نامه تاریخي اثر او پر ۶۹۶ پاڼو مشتمل یو پریړ کتاب دی. ما یې د یوې بلې موضوع په اړه د څېړنې په تسلسل کې پاڼې چاڼ کړې، خو که څوک خوښوي دې جګړې ته د امریکا له عینکو وګوري، په لوستلو ارزي.
لیکوال د افغانستان پر قومي جوړښتونو، احمد شاه ابدالي، میرویس نیکه، د افغان-انګلیس پر جګړو، د افغانستان پر جغرافیه، طبیعت او طبیعي ترکیب مختصره رڼا اچوي. د کمونیزم په خلاف د افغانانو مبارزې، د جګړې داخلي او سیمه ییزو ښکېلو لوبغاړو ته تم کېږي اود جګړې په اړه له امریکایي کړکۍ څخه د ننداره کوونکي په توګه قضاوت کوي. د شوروي تر وتلو وروسته انارشیزم او پاټکسالاري څېړي، د طالبانو پاڅون او د امارت په تېره دوره کې د امارت د حکومتولۍ بېلابېلو ابعادو ته پام کوي.په کتاب کې د سپتمبر له یوولسمې وروسته امریکا د شمالي ټلوالې او د قدرت شهواني جنګسالارانو په ملتیا پر افغانستان برید کوي او د قدرت د میخانې مدهوش لېوني یې د جګړې د جامونو ګرځوونکي او ساقیان ګرځي.د هېواد په شمال کې یې آسونه او سرونه د امریکا په چوپړ کې شول او د ډالرو د ورخونو د ور ماتولو په نشه کې یې خپل ولس ورته مباح الدم کړ.
له دې وروسته د امارت پر نړېدو، د امارت د افرادو پر پاشل کېدو او په بُن کې د غرب له لوري د کابلۍ ادارې پر جوړښت بحث کوي.په کندهار کې د کرزیانو له لوري د قومونو د پاشلو، کمزوري کولو او تر منځ یې د دښمنۍ د بذورو شیندل بیانوي څو د کرزي ادارې ته ګواښ نه شي. احمد ولي یې د بدبینۍ د همدې پروژې قراردادي ښودلی دی.د امارت د بیا پاڅون، انسجام، نظم او عملیاتو پر پیل ږغېږي، د هلمند د مرجې، موسی کلا، نادعلې او سنګین پر خونړیو جګړو او بریدونو رڼا اچوي او پر هلمند د اشغال له تمرکز وروسته دغه توجه کندهار ته را اوړي او په ژړۍ، پنجوایي، ارغنداب او سپېروان کې د خونړیو معرکو بحث کوي.په دې جګړو کې د شهید ملا دادا الله مرحوم پر کرزماتیک شخصیت او با تدبیره جګړې او غښتلي مدیریت یې بحث ته دوام ورکوي. دلته د افغان ولس ارزانه او په هېڅ بیه استخدامېدونکې بشري قوې ته نظر کوي او له مختلفو قومونو څخه د ملېشو جوړولو ته کار کوي.په کندهار کې د عبدالرازق کړنو او وحشتونو ته اشاره کوي، خو بربریت یې په کندهار کې د غرب لپاره د کړي چوپړ په لاس ته راوړنو کې پټوي.
په نورستان کې هم د خونړیو جګړو کیسې کوي او په کنړ کې د پي آر ټي له لارې د عامه کارونو لپاره د میاشتې د ۸۰ ملیونه ډالرو د لګولو یادونه کوي.که کنړ وګورئ، په یادو مبالِغو کې د حیف او میل ښه درک درکوي. د غزني په اندړو کې قومي پاڅونونو او د اسدالله خالد او امریکا له لوري پر دې پروژه لګښت او زیار ته تم کېږي او بیا ښیي چې څنګه د امارت له لوري دغه فتنه سرکوبه شول.د امارت په اړه کاږي چې له ښارونو دباندې د طالبانو ارزښتونه، تنظیم او یووالی دوامداره شول. عدل یې د مظلومانو زړونه ټکورول، واک او نظم یې له نا امنیو کړېدونکو ته خوښي وربښله او صداقت یې ټولو افغانانو ته د ډاډ وړ و.امارت د افغانستان تر ټولو قوي سیاسي ځواک او د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو قوي اسلامي خوځښت ښيي. لیکي چې له دوی وړاندې دا هېواد د هېڅ اسلامي خوځښت دومره دوامداره او حاکم سیاسي حکومت شاهد نه دی پاتې شوی.په سوله کې روزل شویو امریکایي ځواکونو که په جګړه کې د وژنو، ربړوونو، شکنجو… تجربې تر لاسه کړې، خو تلپاتې دردونه یې هم د وجود، روح او روان مېلمانه او زرګونه شوټ، شل، ړانده او مسخ شوي افراد او وېروونکې څېرې یې په افغانستان کې د جګړې د عبرت په توګه د ټولنې برخه شول.د افغانستان جګړې امریکا او واکدارې طبقې ته یې دا درس ورکړ چې په نړۍ کې له پراخو مداخلو څخه باید ډډه وکړي. په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د انسټالولو او رژیمونو د بدلولو فکره یې په ګور شوه.د امریکا بهرنۍ پالیسي یې تغیر او د نورو له کارونو سره د کار نه درلودلو پالیسیو غوره کولو ته یې، په ځانګړي ډول اوباما او ټرمپ، اړ کړل. (مخ:۶۸۲)
یو امریکایي سنایپر ویشتونکی لیکي: « که سوله را هم شي، نن، سبا او لسیزه وروسته به هم موږ په یوه جګړه اخته یو او هغه دماغي جګړه ده.»لیکوال کاږي: هغه لاس ته راوړنې چې موږ له جګړې څخه درلودلې، هېڅکله په دومره بشري او مالي تلفاتو نه ارزي.
زما له قضاوته لیکوال منصف دی. هلته چې معلومات یې دقیق موندلي، تر ډېره بې پرې غږېدلی او د انصاف په عینکو کې یې قضاوت تحلیل او تجزیه کړې ده.چېري چې د انصاف تله ترې کږه شوې ده، یا یې معلومات ناقص او یا غلط دي. لیکلو ته په کتو یې، که یې سرچینې دقیقې او لاسرسی یې پراخ وای، ښایي د کتاب کره والی یې نور هم مؤثق وای.