تقوا لرونکي انسانان
February 5, 2025 at 06:59 AM
ملګرتیاوې وپالئ!
درسره نشر یې کړه!
ډېر نېژدې او خواږه ملګري په ډېرو نیږدې ځایو کې یو د بل سره زیات وخت نه ویني، کله مصروفیت وي، کله غفلت وي کله بعضې ملګرو تغیر کړی وي، او کله نور علتونه موجود وی،
یو د بل سره لیدل، کتل، ناسته، ولاړه، مېلمستیا کول، مېلې ته تلل، لوبې کول، په ښادی او غم کې شرکت کول یقینا مینه، محبت، اعتماد او باور زیاتوي ملګرتیا دوامداره کیږي یو پر بل زړونه ډاډ حاصلوي، د سختی په وخت کې یو د بل په درد خوري ښه ملګری د سختی په وخت کې تر هر چا وړاندې تا ته ځان رسوي،
یو بل ته میلمستیاوې وکړئ! ضرور نده چې زیات مصارف وکړی عادي ډوډی تیاره کړئ! کله کله خالي چای سره وخورئ! په کوم چمن کې سره کښینئ! تکلف مه کوئ! ځکه تکلف او تشریفات رابطه ضعیفه کوي،
د ملګرو تر منځ هدف مصارف نه بلکې لیدل او یو د بل سره خواله کول یو د بل د حاله ځان خبرول دي،
د وخت بهانه مه کوه ماشام هم سره لیدای شئ د جمعې په ورځ هم سره لیدای شئ!
همدا نن د ملګرو د پاللو قصد وکړه یقینا هم به د د ملګرتیا حق ادا کړی وي او هم به د ژوند څخه به خوند واخلې!
❤️
8