
𝕺𝖒𝖆𝖗 𝙼𝚘𝚔𝚑𝚝𝚊𝚛 | ــمر مختار؏
February 22, 2025 at 06:40 AM
مغیره بن حبیب وایي: مالک بن دينار رحمه الله مې یوه شپه پټ څاره، له ماخوستن وروسته یې اودس وکړ، په جاینماز کېناست، *ږیره یې په لاس کې ونیوله او غریو ونیو! د تازه زوی مړې بورې په رقم ژړا کې یې وویل: یا الله! د مالک سپین ويښتان له اوره وژغوره،* یا الله تا ته د جهنم او جنت اوسیدونکي معلوم دي، مالک به له کومي ډلي نه وي! مغیره وایي: هغه تر سهاره په ژړا او دعا و. بحر الدموع لابن الجوزي
❤️
11