
خالی بستونه
February 9, 2025 at 04:13 PM
علمي کادر بستونو ته د ثبت نام خبرتیا!
وړ او مسلکي اشخاصو ته د کار سپارلو په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي کادري بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي.
داوطلبان کولای شي، چې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ په ملي ژبه او د لوړو زده کړو وزارت یا د کابل پولی تخنیک پوهنتون له ویبپاڼې څخه د اعلان کاپي چې (د کابل پولی تخنیک پوهنتون دعلمی معاونیت لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
@followers
