
هيښونکي ليکني تازه خبرونه
February 3, 2025 at 05:16 PM
د مهدي صفات
حضرت ابو سعيد الخدری رضی الله عنه بيان کوي چي رسول اللّٰه صلی الله عليه وسلم فرمایلي مهدي به له ما څخه وي،يعني زما له نسل څخه به وي بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغه جسماني صفات بيان کړل او وي فرمايل هغه به د لغړې ټنډي او اوږدي پوزي والا وي،هغه به ځمکه له عدل او انصاف څخه داسي ډکه کړي لکه څنګه چي له ظلم او سيتم څخه ډکه وي،د هغه حکومت به تر اوو کلونو پوري وي.
اجلی الجبهة يعني د هغه د سر په مخته برخه کي به ويښتان کم وي يايي معنا دا ده چي د هغه تندی به پراخ وي (افني الانف) يعني د هغه پوزه به اوږده وي د هغه پوزه به له منځ څخه پورته وي.يعني د چيتي پوزي والا به نه وي،د هغه د نام به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د نام په څېر وي د هغه د والد د پلار نام د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د والد نامه په څير وي.يعني د هغه د نوم به محمد بن عبدالله وي او هغه به د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له اهل بيت څخه وي د حضرت حسن بن علي رضي الله عنه له نسل څخه به وي.
پوسټ هم شير کړۍ مننه.
