
هيښونکي ليکني تازه خبرونه
February 5, 2025 at 07:37 AM
`دوااامعتصما ناره څه وه؟`
~ترپایه یې ولولی~
*یوه شدیده انګیزه وه چې دامت وینې یې په جـوش راوستلې.*
*داوړي شپې وې،دبغداد پر تخت عباسي خلیفه معتصــم بالله ناست و، په دغه مهال یو څه غرب له زبطرې ښار راغلل او دمعتصم دربار ته یې خبر راوړ، چې تیوفیل بیزنطینې باچا په دې ښار حمـله وکړه او یوه عـربه پیغـله«شـرارة»یې هـم له ځانه سـره یـوړه.*
*بیزنطیني باچا پرمـخ څپیـړه* *ورکړه،ورته ویې ویل:دالته دې خلیفه ته نارې مه وهه،هغه ستا هیڅ هم نه شي کولی. شرارة دخپل امت پر تُوره باوري وه، د واااامعتصما! ناره یـې دنصراني باچا په قهقهه خندا کې ډوبه شـوه.*
*خبـر راوړنکی لګیــا و، خپـلې خبـرې یـې کولې، دمعتصـم سـترګې له غــوسې سـرې شوې، پر تخت ودرید، ویې ویل:*
*زه حاضر یم خــورې!*
*نوي۹۰زره فوځ یې چمتــو کړ،* *د۱۷۴۰کیـلو متـرو اوږده لاره او دیوې مسلمانې پیغلې خور دحیاء سوال.*
*دمعتـصم مخې ته داوبو لوښی راوړل شوی وو، په غوصه کې ترې هیـر شو چې زه ګویا تږی یم،ناڅاپه یې پام شو،* *غلام ته یې وویل: زما داوبو لوښی همداسې پر دې ځای پریږده، چې بیرته راستـون شم خپله تنده به پرې ماتوم.*
*دخپل عزت دغچ اخیستلو تنده لومړۍ ده.*
*دعمــوریه اوږده لاره یې ونیوله عمـوریه دختیځ روم یا بیزنطین سترې امپراطوری ترټولو مهم مظبوط ښارو، معتصـم دعموریه لپاره تازه دمه نه و، ستړی و، خو بیا هم دتوفیل سره مخامخ شو توفیل ته یې سخته عبرتناکه ماته ورکړه له ماتې وروسته یې هم نصرانیان تعقیب کړل پسې ورمخته شوو دانقــرې ښار یې هم ونیوو، انقــره کې دیو څه تم کیدلو وروسته معتصـم دعموریه پر لور وکوچیده کله چې عمــوریه ښار ته ورسید هلته تیوفیل په ځان کې دجګړې توان نه درلود،دمسلمانانو دبندیانو دآزادولو هوډ یې وکړه استازۍ یې معتصم بالله ته واستوو چې بیرته په واپس شه بندیان دې آزادووم عباسي خلیفه معتصم بالله استازۍ بند ته واچوو دعموریه دښار دفتحې پلان یې مذبوت کړ،له دولسو ورځو کلابندۍ څخه وروسته معتصم بالله عمــوریه ښار ته ننوت،عموریه ښار کې زیات غنایم مسلمانانو ته په لاس ورغلل معتصــم عموریه ښار لپاره والي مقرر کړ.*
*دهمدې زمانې یو شاعر وایي:*
*معتصم غچ اخیستونکی و، دالله دحکمونو پابنده او په خلکو رعب اچوونکی و،*
> مأخذ: اسلامي امة لوړتیا او ځوړتیا کیسې
>