هيښونکي ليکني تازه خبرونه
February 6, 2025 at 03:20 AM
دریمه برخه!
د مهدي علیه السلام نښې:
• علي بن عبدالله بن عباس ؓ فرمایي: مهدي به تر هغه وخته نه راځي، تر څو چې د لمر سره یو نښه نه وي پیدا شوي.
《مصنف عبدالرزاق ج: ۱۱ ص: ۳۷۳ - جامع معمر ابن راشد ج: ۴ ص: ۱۳۲ - الفتن نعیم ابن حماد ۹۰۵》
• دجال به د امام مهدي (علیه السلام) د ظهور پر ۷ ڪال راځي او له شرق څخه بیا تر غرب پوري به خپله فتنه خپره ڪړي.
• په احادیثو ڪي راځي چې په ڪوم ڪال ڪي امام مهدي (علیه السلام) ظهور ڪوي، نو زلزلې به ډیرې وي.
• ابن سیرین فرمایي: مهدي به هغه وخت راځي، ڪله چې په هرو ۹ تنو ڪې ۷ ڪسه ووژل شي.
《الفتن نعیم ابن حماد ۹۱۲》
• حضرت ابو ثعلبه ؓ چې د رسول اللهﷺ صحابي دی، هغه فرمایلي: ڪله چې تاسې ولیدل چې شام د اهل بیت د یو ڪس ڪوربه یا دسترخوان شوی دی، نو هغه وخت به قسطنطنیه فتحه شي. راوي وایي چې زما په خیال ابن وهب دسترخوان ویلی و.
《الفتن نعیم بن حماد ۱۲۴۹》
• حسان بن عطیة وایي چې ملحمة الصغری ڪې به رومیان د اردو هواري ځمڪې او بیت المقدس ونیسي.