
هيښونکي ليکني تازه خبرونه
February 16, 2025 at 02:51 PM
*د_دنیا_ختمیدل/قیامت*
*~دوهمه لیکنه /~*
*اسلامې تحلیل،علامات*
دا چې دقیامت اکثریت لویې او کوچنۍ علامې پوره شوی دی فقط دګوتو په شمار هغه لویې نښانې پاته دې چی دنړۍ تاریخ او حالات به بدل کړې لکه دمهدې ظهور د دجال ظهور د عیسی علیه سلام راتګ یاجوج اوماجوج دابة الارض حیوان لمر دمغرب له لورې راپورته کیدل د لویدیځ لخوا د نرمې او جنتې هوا راتګ اودټولو مومنانو روحونه وتل بیا دقبلې له لورې د خطرناک اور یا الهې اباء راتګ او د ټولو کافـ..رانو سخت مرګ بیا داسرافیل علیه سلام شپیلئ وهل او دټولې نړۍ زوال او ختمیدل اوس به تحلیل او تحقیق ته راشو ما ویلی وه چې دزیاتو علماوو له خولې دعلایمو پر اساس دمهدې اخیرزمان ظهور په قوې اټکل سره په 2025 ; 2027 ; اویا 2029 کلونو کې ټاکل شوی دی تاسو فرض کړئ موږ به 2027 کال انتخاب کړو ځکه دزیاتو تکړه محقیقینو علماوو تمرکز پر همدې کال دی چی مهدی به ظهور کوی إن شاء الله مهدې اخیرزمان داحادیثو پر بناء تقریباً 6 یا 7 کاله خلافت یا واکمنې کوې دهغه دواکمنۍ پر 7 یا 8 کال دجال پیدا کیږې هغه په 40 ،ورځې پر ځمکه فساد او فتنې خپروی چی لومړي ورځ به یی دعامو ورځو په پرتله له یو کال سره برابره وې همدارنګه نورې ورځی یی هم په ترتیب سره تر عامو ورځو څه ناڅه اوږدې او له فساده ډکې دی فرض کړئ هغه هم دوه یا درې کاله ژوندی دی بیا عیسی علیه سلام له اسمانه را کوزیږې او د دجال سر قلموې/وژنې عیسی علیه سلام پوره څلویښت کاله داسلام په مبارک دین او احکامو دعدل باچاهې کوې وروسته نو چی کومې علامې دقیامت پاته دی هغه به په چټکۍ سره یو په بل پسې واقع کیږې فرض کړئ هغه علایم به هم یو یا دوه کاله وخت ونیسې اخیر دالله تعالی په امر اسرافیل علیه سلام شپیلۍ وهې او ددی ویرونکې او خـ.طرناک ږغ سره به دنړۍ ټول مخلوقات او کاینات داسې نیست اودنابود شی لکه څنګه چی دنړۍ له پیدایښت څخه مخکې وه نتیجه داسې راوزې 7 کاله مهدې 3کاله دجال 40 ،کاله عیسی، 3 کاله نورې علامې چی ټول تقریباً تر 55 کلونو پورې رسیږې;
نور نو والله عالم دا یو تحلیل او څیړنه وه چې ما دحالاتو اودهغه علاماتو پر اساس رامنځته کړه چې محمدﷺ موږ ته دقیامت دراتګ اړوند وړاندې کړی دی نورنو دقیامت مشخصه ورځ یوازې دکایناتو ستر خالق ته ښه معلومه ده خو موږ او تاسو باید دغفلت له خوبه راویښ شو او ددی حالاتو لپاره چمتوالی ونیسو; ددې لیکنې اړوند مو هم نظرونه راسره شریک کړئ شخصې کې"
*0707264830*