ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
February 24, 2025 at 10:02 AM
په څلورو نړیوالو هوایی ډګرونو کې د هوايي چلند انسټیټیوټ لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د هېواد په څلورو بلخ، کندهار، خوست او هرات ولايتونو په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه. په دې ازموینه کې ۸۶۳ کسانو ګډون کړی و، چې بریالي نوماندان به د یاد انسټیټیوټ دوه کلنو زده کړو ته جذب شي. د یادولو وړ ده چې د ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ کې دا مهال په هوايي چلند تخنیک، هوايي ټرافيکو کنټرول، ځمکني ټرانسپورټ، هواپېژندنې او اوروژنې څانګو کې زده کړې ترسره کېږي.
Image from ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: په څلورو نړیوالو هوایی ډګرونو کې د هوايي چلند انسټیټیوټ لپاره د کانکور...

Comments