
دتروږمۍ مسافر جـــ،هادي چینل☝
February 21, 2025 at 03:37 AM
*کله چې مونږ دعظمت خاوندان ؤ؟*
*خالد بن ولید رضی الله عنه کسری ته ولیکل: اسلام راوړه ،غاړه کېږده، ګنې داسې خلک به درولېږم ،مرګ یې داسې خوښ ده لکه ستاسو چې ژوند خوښ ده !*
*هرقل معاویه رضی الله عنه ته ولیکل: مونږ خبر شوو چې ستا او علي رض تر منځ لانجه راغلي ده که تاسو غواړﺉ زه مو فوځي مرسته کولای شم .*
*معاویه رض ورته په ځواب کې ولیکل : دا زمونږ خپل منځې ستونزه ده ته دا حق نلرې ،چې مداخله وکړې، قسم په الله که ته له دې شیطانۍ منعه نشوې ،داسې یو لښکر به درواستوم چې سر به یې هلته وي او پای دلته ، ستا سر به پرې کړمداو دعلي رض په پښو کې به یې ګوزار کړم .*
*ده عثماني امپراطورﺉ په دوران کې به دمسلمانانو کیښتۍ په مدیترانه کې ګرځېدلې ،کله چې به کیښتۍ له کوم نصراني ښار څخه تېرېدله ،هغوﺉ به له ډاره دکلیسا زنګونه نشو کړنګولای ، دکلیسا نغارې به خپ شوې ، او راهبان به پټ شوو.*
*په منځنیو پېړیو دایټالیا یو راهب بیانیه کوله ،ډیر دتاسف ځآی دی چې خپل ځوانان په ژوند ،لباس ،اسلوب کې دمسلمانانو څخه متاثره ګورم .*
*دبنوقینقاع په بازار کې دیوې مسلمانې ښځې بې عزتي وشوه، نبي علیه السلام ټوله قبیله له مدينې څخه پسې واخیستله .*
*دهند مشرکانو دناهد په نوم مسلمانه بندۍ کړه ، په یوه غږ یې محمد بن قاسن تر هندوستانه پورې لاړ .*
*دعموریه نصراني پاچا يوه مسلمانه بندۍ کړه ،دکبر خبرې یې ورته وکړې دهغې په یوه واه معتصماه !!نارې سره معتصم عباسي خلیفه تر عموربه پورې لاړ .*
*فرانسوي عسکر دیوې مسلماني پیغلې حجاب څیرې کړ ، عثماني خلافت فرانسوي وواژه او په همدې غچ کې یې دفرانسې په سرحداتو هم حمله وکړه ...*
❤️
3