
ښکلي الفاظ
February 24, 2025 at 07:27 AM
اې
پوهېږئ؟!
اوس هم ځينې شته،
چې د نورو، احساساتو ته ارزښت ورکوي؛
د هغوی دردونه درک کوي،
او ورسره يې په درمان کې مرسته کوي؛
همدوی بلا معصوم دي.
دوی خپله "درد "ليدلی،
په اصل کې يې،
زړونه له غمونو ډک دي،
نو ځکه خو
"درد "ته "درد "وايي،
په احساساتو پايي،
او د نورو خوښي،
خپله خوښي گڼي!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
🎬 غازيـ JAN