PTM Dir Official
PTM Dir Official
February 2, 2025 at 07:37 PM
د شهید پروفیسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي شپږم تلین. نن، د روانې فبرورۍ میاشتې دویمه نیټه، په هالنډ کې د پښتو ژبې ستر مبارز، او د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزی کمټی غړی شاعر، لیکوال او د حق د لارې اتل، شهید پروفیسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي شپږم تلین ولمانځل شو. دا یادغونډه د هغه د مبارزې، فکري میراث او د پښتنو د حقوقو لپاره د هغه نه ستړي کېدونکي هڅو ته د درناوي په موخه ترسره شوه. ارمان لوڼي د عدم تشدد فلسفې ته ژمن مبارز و، چې د پښتنو د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو حقونو لپاره یې سوله‌ییز غږ پورته کاوه. د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په دویمه نیټه، هغه په بربریت ډول شهید کړای شو، خو د هغه فکر او مبارزه تر ننه د پښتنو زړونو ته الهام ورکوي. په هالنډ کې د هغه تلین ته راټولو شويو کسانو د ارمان لوڼي د افکارو د ژوندي ساتلو ژمنه وکړه او د هغه پر مبارزه یې خبرې وکړې. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ارمان لوڼي قرباني باید هېر نشي او د هغه د سپېڅلي هدف پر لار باید مبارزه دوام ومومي. د تاریخ حافظه تل د داسې شخصیتونو یاد ساتي، چې د حق لپاره يې خپل ژوند قرباني کړی وي، او ارمان لوڼی د پښتو ادب او مبارزې په تاریخ کې تلپاتی. #rememberingarmanluni

Comments